کابلټریبیون (کېټي) — د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه ریاض کې د پاچا خالد پر نړیوال هوايي ډګر په تازه برید کې یو پاکستانی وګړی وژل شوی او ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۰مه،
په یوه اعلامیه کې ویلي، چې برید د یکشنبې په ورځ شوی دی.
د یادې ادارې په وینا، ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي
او چارواکي د هوايي ډګر تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو ارزونه کوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي، چې په تازه برید کې یوه
نامعلومه توغندیزه مرمۍ د هوايي ډګر د څلورم مسافر وړونکي ترمینل ودانۍ په نښه
کړې، چې له امله یې اور لګېدلی دی. خو تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې
د دغه برید مسؤلیت د حوثیانو پر غاړه دی.
دا برید د ریاض پر همدې هوايي ډګر د شنبې ورځې له خونړۍ پېښې یوه ورځ
وروسته شوی دی. د سعودي چارواکو په وینا، په هغه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰
ډېر نور ټپیان شوي وو. حوثیانو د شنبې ورځې د برید مسؤلیت منلی و.