Search

یوناما: افغانستان د ناچاودو توکو له امله د مرګ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی

News image
Hallo Trust
19 تله 1405 - 13:03 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړو د ناچاودو توکو له امله د مرګ‌ژوبلې له پلوه په نړۍ کې درېیم ځای لري او لا هم د هېواد پراخې سیمې په ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړې دي.

یوناما په یوه پیغام کې ویلي، چې د ماین‌پاکۍ له مؤسسو سره د مالي مرستو د برابرولو هڅې روانې دي، څو وکولای شي د ځمکنیو ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو د پاکولو او د خلکو د خوندیتوب لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د دې ادارې په وینا، د ماین‌پاکۍ مؤسسې هره ورځ د ناچاودو توکو د پاکولو ترڅنګ، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکوي.

یوناما ټینګار کړی، چې ماشومان د ناچاودو مهماتو له ګواښ سره تر ټولو ډېر مخ دي او د دغو توکو له امله د ټولو مرګ‌ژوبلو شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي. د ادارې په وینا، ډېر ماشومان له ناچاودو مهماتو سره د لوبو یا د هغو د لمس کولو پر مهال ټپیان کېږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یوناما زیاته کړې، چې عامه پوهاوی او ګډې هڅې د ناچاودو توکو له امله د مرګ‌ژوبلې په مخنیوي او د خلکو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لري.

دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي له لیدلو وروسته یې لمس نه کړي، له هغه ځایه لرې پاتې شي او سمدستي یې په اړه اړوندو چارواکو او امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

په افغانستان کې د جګړو له امله پاتې ماینونه او ناچاودې مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند ګواښي او د خلکو د تګ راتګ او ورځني ژوند لپاره جدي خطر بلل کېږي.