کابلټریبیون (کېټي)— د هند پولیسو د شنبې په ورځ د «کاکروچ» په نوم د ځوانانو د غورځنګ د بنسټګر په ګډون له ۲ زرو ډېر لاریون کوونکي نیولي دي. لاریون کوونکو د دغه هېواد د ټاکنو د کمیسیون د مشر د استعفا غوښتنه کوله او هغه یې په ټاکنیزو سرغړونو تورناوه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د لاریونونو له پراخېدو سره هممهاله،
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې زرګونه پولیس او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
راپور زیاتوي چې په ځینو سیمو کې د انټرنېټ په ګډون یو شمېر عامه
خدمتونه بند شوي او بازارونه هم تړل شوي دي.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د لاریون کوونکو د ډلهییزو نیونو په
اړه اندېښنه څرګنده کړې او له هندي چارواکو یې غوښتي چې د سولهییزو لاریونونو حق
ته درناوی وکړي.
خو په جنیوا کې د هند استازولۍ د ملګرو ملتونو دغه اندېښنې رد کړې او
هغه یې د هند په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
د لاریونونو اصلي غوښتنه د ټاکنیز بهیر د روڼتیا او د ټاکنو د کمیسیون
د مشر د استعفا په اړه ده. تر اوسه په ورکړل شوي راپور کې د نیول شویو کسانو د
برخلیک او د لاریونونو د احتمالي دوام په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.