کابلټریبیون (کېټي) — د «سوله» ښوونیز بنسټ بنسټايښودونکې شبانه بسیج راسخ اعلان کړی چې د ۲.۵ میلیون امریکايي ډالرو په ځانګړي کولو سره به یو دایمي مالي صندوق جوړ کړي، څو افغان ښځې او نجونې وکولای شي د برېټانیا په اکسفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ زدهکړې وکړي.
د بسیج راسخ په وینا، د دې صندوق له لارې به د ۲۰۲۷ کال له سپټمبر
میاشتې څخه هر کال لږ تر لږه یوې افغانې ښځې ته د اکسفورډ پوهنتون د ماسټرۍ د زدهکړو
بشپړ بورس ورکړل شي.
د دغه بورس له مخې به د پوهنتون بشپړ تحصیلي فیس، د ژوند او استوګنې
کلني لګښتونه او د زدهکړو اړوند یو شمېر نور اړین مصارف هم تمویل شي. د بورس
ترلاسه کوونکې به د وایډنفلډ ـ هوفمن بنسټ د رهبرۍ په روزنیز پروګرام کې هم ګډون
وکړي.
شبانه بسیج راسخ، چې خپله یې د اکسفورډ پوهنتون د وایډنفلډ ـ هوفمن د
بورس او رهبرۍ پروګرام بشپړ کړی، ویلي چې دغه مالي صندوق به د «سوله» بنسټ له
بودیجې څخه جلا وي او له هغو بسپنو سره به تړاو ونه لري چې د بنسټ د ورځنیو
فعالیتونو د لګښتونو د پوره کولو لپاره راټولېږي.
هغې د بریتانیا د ویزو محدودیتونو ته په اشارې ویلي چې دا مالي نوښت
باید د سیاسي دریځ په توګه تعبیر نه شي.
بسیج راسخ د ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې له هغو ۱۲ کسانو څخه یوه وه چې
امریکایۍ سوداګرې او خیریه فعالې ملیندا فرنچ ګېټس هر یوه ته یې د خیریه نوښتونو د
پیل لپاره ۲۰ میلیون ډالره ورکړي وو.
د «سوله» بنسټ د افغانستان د ښځو او نجونو د زدهکړو د ملاتړ لپاره
فعالیت کوي. دغه بنسټ د روانډا له یوه شبانهروزي ښوونځي او د «سوله اېکس» په نوم
د انلاین زدهکړو پروګرام له لارې د څه باندې ۴۰ زره زدهکوونکو د زدهکړو ملاتړ
کوي.
د دغه صندوق جوړېدل په داسې حال کې اعلانېږي چې په افغانستان کې د
نجونو او ښځو پر زدهکړو محدودیتونه د هغوی د لوړو زدهکړو او مسلکي پرمختګ پر
وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي دي. د دې پروګرام له لارې به لږ تر لږه یوې افغانې
ښځې ته هر کال په یوه نړیوال معتبر پوهنتون کې د ماسټرۍ د زدهکړو فرصت برابر شي.