Search

روغتیا نړیوال سازمان افغانانو وغوښتل خبل رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکړي

News image
18 تله 1405 - 11:49

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د روغتیا نړیوال سازمان  د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له خلکو غوښتي چې خپلې رواني روغتیا ته پاملرنه وکړي او له هغو کسانو سره خواخوږي او ملاتړ وښيي چې له رواني او عاطفي ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان په خپل پیغام کې ویلي چې د خلکو خبرو ته غوږ نیول، له هغوی سره خواخوږي او د یو بل ملاتړ د رواني هوساینې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، اېډوېن سېنېزا سالوادور، ویلي چې په ټول هېواد کې ډېر خلک د عزیزانو د له لاسه ورکولو، ناڅرګند راتلونکي، سختو شرایطو او د ورځني ژوند د ستونزو له امله له رواني فشارونو سره مخ دي.

سالوادور ویلي: «په ټول افغانستان کې ډېر خلک له داسې پټو رواني ستونزو سره مخ دي چې لاملونه یې د عزیزانو له لاسه ورکول، ناڅرګندتیا، سختۍ او د ورځني ژوند ننګونې دي. که تاسو له ستونزو سره مخ یاست، پوه شئ چې یوازې نه یاست.»

هغه ټینګار کړی چې رواني روغتیا ته پاملرنه د جسمي روغتیا په څېر ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې: «زموږ د رواني روغتیا ساتنه هماغومره مهمه ده لکه څنګه چې د جسمي روغتیا ساتنه مهمه ده.»

د روغتیا نړیوال سازمان د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د هغو کسانو لپاره د ملاتړ کوونکو شرایطو د برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی چې له رواني فشارونو او عاطفي ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان له خلکو غوښتي چې د یو بل خبرو ته غوږ ونیسي، خواخوږي وښيي او داسې چاپېریال رامنځته کړي چې خلک پکې وکولای شي خپلې ستونزې له ډاډ سره شریکې او د اړتیا پر مهال مرسته وغواړي.

د سازمان په پیغام کې راغلي چې د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان خلکو ته اساسي پیغام دا دی چې هېڅوک باید د خپلو ستونزو پر مهال ځان یوازې احساس نه کړي او د ټولنې ملاتړ د رواني هوساینې په ساتلو کې مهم دی.