Search

ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پر کمېټې نیوکه کړې؛ امریکا د جرمونو نړیواله محکمه هم تحریم کړې

News image
18 تله 1405 - 09:18 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پر کمېټې نیوکه کړې چې ولې یې نوموړي ته دغه جایزه نه ده ورکړې. نوموړي د اتو څخه د زیاتو جګړو د درولو ادعا کړې او د جایزې نه ورکول یې د ناروې د اعتبار لپاره «د شرم وړ» بللی دی.

د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې او د جرمونو نړیوالې محکمې پخوانۍ قاضۍ، ناوانتم (ناوي) پیلای، د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې اعلانه کړه.

کمېټې ویلي، پیلای ته دغه جایزه د سولې او نړیوال قانون د ودې لپاره د هغې د هڅو په خاطر ورکړل شوې ده. نوموړې په سویلي افریقا کې زېږېدلې حقوقپوهه ده.

د نوبل د سولې جایزې له اعلان څخه یوازې څو ساعته وروسته، د ټرمپ ادارې د جرمونو نړیواله محکمه تر بندیزونو لاندې راوسته.

د ټرمپ حکومت له اوږدې مودې راهیسې له دغې محکمې سره مخالفت لري او تر دې وړاندې یې هم د محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.

واشنګټن په ځانګړې توګه د اسرائیلو د چارواکو، په ګډون د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د نیولو د حکمونو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کړنو په اړه د دغې محکمې د پخوانیو څېړنو مخالفت کړی دی.

د جرمونو نړیواله محکمه د نړیوالو جرمونو د څېړنې او د مسؤلینو د محاکمې لپاره جوړه شوې ده، خو د دې محکمې صلاحیت او پرېکړې د ځینو هېوادونو له مخالفت سره مخ شوې دي.