Search

ملګري ملتونه: له ایران څخه سږ کال څه باندې ۵۸۱ زره افغانان ستانه شوي

News image
16 تله 1405 - 13:31 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ  (یو‌ان‌اچ‌سي‌آر)په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران څخه څه باندې ۵۸۱ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۴۹۲ زره او ۳۰۰ کسان، یا ۸۵ سلنه، په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې هم شاوخوا ۱.۹ میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو، چې ۶۷ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي وو.

یو‌ان‌اچ‌سي‌آر وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو د پراخې ستنېدنې له امله په افغانستان کې پر بنسټیزو خدمتونو، کورونو او د خلکو پر معیشت فشار زیات شوی او په کوربه ټولنو کې یې هم ستونزې پراخې کړې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایران څخه د ستنو شویو کسانو ۳۹ سلنه ښځې او ماشومان دي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران څخه د ستنو شویو کسانو ۸۶ سلنه بې‌اسناده وو، په داسې حال کې چې ۱۴ سلنه کسانو د سرشمېرنې کارتونه لرل.

د اسلام‌کلا او زرنج له لارې د ستنېدو بهیر

د یو‌ان‌اچ‌سي‌آر په وینا، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر تر ډېره د افغانستان او ایران پر پولو د اسلام‌کلا او زرنج له لارو ترسره کېږي.

راپور ښيي چې ۵۲ سلنه ستانه شوي کسان د دوغارون ـ اسلام‌کلا له لارې او ۴۸ سلنه د میلک ـ زرنج له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

یو‌ان‌اچ‌سي‌آر وايي، په ۲۰۲۶ کال کې یې د اسلام‌کلا او زرنج په سرحدي نقطو کې خپل بشري فعالیتونه پراخ کړي او تر دې دمه یې له ۳۲ زره او ۶۷۰ څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو سره مرستې کړې دي.

د ستنېدو عمده لاملونه

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغان راستنېدونکو له ایران څخه د خپل بېرته ستنېدو د لاملونو په توګه د چارواکو ناوړه چلند، د نیول کېدو یا ایستل کېدو وېره، اقتصادي ستونزې او جګړه یادې کړې دي.

سره له دې، یو‌ان‌اچ‌سي‌آر ټینګار کړی چې په ایران کې د ناامنۍ او نورو ستونزو موجودیت سربېره، په دغه هېواد کې پاتې کېدل لا هم د ډېرو افغان کډوالو لپاره تر ټولو غوره انتخاب بلل کېږي.

د افغان کډوالو د پراخې ستنېدنې بهیر په داسې مهال دوام لري چې افغانستان لا دمخه د بشري مرستو، کورونو، روغتیايي خدمتونو او د خلکو د معیشت له جدي ستونزو سره مخ دی.