کابلټریبیون (کېټي)— د امریکا د مریلینډ ایالت دیموکرات سناتور کریس وان هولن د ډونالډ ټرمپ حکومت تورن کړی چې له افغان همکارانو سره یې د امریکا ژمنه تر پښو لاندې کړې ده. هغه ویلي، د افغانانو لپاره د ځانګړو مهاجرتي ویزو د صادرولو ځنډول هغه ګڼ شمېر افغانان له خطر سره مخ کوي چې له دوو لسیزو زیات یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.
وان هولن د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «له ۲۰ کلونو
زیات وخت، په افغانستان کې ملکي وګړو خپل ژوند له خطر سره مخ کړ، څو له موږ سره
مرسته وکړي. د ځانګړو مهاجرتي ویزو دوهګوندي پروګرام د هغوی د خدمت یوه ژمنه او د
هغه د رسمي پېژندنې وسیله وه.»
هغه زیاته کړې: «د دې پروګرام په له منځه وړلو سره، ټرمپ دا ژمنه
ماتوي او ګڼ شمېر افغان همکاران له خطر سره مخ کوي.»
وان هولن له څو نورو سناتورانو سره یوځای د اکتوبر په ۲مه د هغو
افغانانو لپاره د ځانګړو مهاجرتي ویزو د پروسې د درېدلو په اړه یو راپور هم خپور
کړی و چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانانو لپاره د ځانګړو مهاجرتي ویزو
صادرول په عملي توګه درول شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغان متحدینو د
انتقال د همغږۍ دفتر لغوه شوی او له ۱۵۵ زرو څخه زیات غوښتونکي او د هغوی د کورنیو
غړي لا هم په نامعلوم برخلیک کې پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ د یوه
فرمان له پلي کېدو وروسته، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د افغانانو لپاره د
ویزو صادرول، چې پکې د ځانګړو مهاجرتي ویزو غوښتونکي هم شامل دي، ځنډول شوي او د
دې ډلې لپاره پخوانی معافیت هم لغوه شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې، په
روان کال کې هېڅ ځانګړې مهاجرتي ویزه افغان غوښتونکو ته نه ده صادره شوې.
د دې پروګرام د مدافع ډلو، په ګډون د «افغان ایواک» او د امریکا د سنا
د دیموکراتو غړو د راپورونو له مخې، په ټول ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا درې ځانګړې مهاجرتي
ویزې افغانانو ته صادرې شوې دي.
په همدې حال کې، د افغانانو د انتقال د پروګرام د مدافع ډلو په وینا،
د نویو غوښتنلیکونو د ثبت قانوني مهلت چې د ماموریت د مشر تایید ته اړتیا لري، د ۲۰۲۵
کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېدلی او د امریکا کانګرس په ۲۰۲۵ کال کې د دغو ویزو
کلنی سهمیه نه ده لوړه کړې.
د افغانانو لپاره د ځانګړو مهاجرتي ویزو پروګرام د افغانستان د جګړې
پر مهال رامنځته شو، څو هغو ژباړونکو، ساتونکو، سیمهییزو کارکوونکو او نورو ملکي
افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ قانوني لاره برابره کړي چې له امریکايي ځواکونو او
ډیپلوماتانو سره یې کار کړی و او د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې سره مخ وو.
د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام له پیل راهیسې تر ۱۶۰ زرو زیات افغان
همکاران د همدې لارې امریکا ته تللي دي.
د ټرمپ حکومت د ویزو د ځنډولو پرېکړه د ملي امنیتي اندېښنو له امله د
امریکا د متحدو ایالتونو د کډوالۍ پر بهیر د پراخو محدودیتونو په چوکاټ کې توجیه
کړې ده.
د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د یوه ملي ګارد پر سرتېري له ډزو وروسته، د
سنا یو شمېر جمهوري غوښتونکو هم د امنیتي ارزونو په اړه د اندېښنو له امله د دې پروګرام
د پراخولو له خپل پخواني ملاتړ څخه شاتګ کړی دی.
د افغانانو د انتقال د پروګرام مدافعان وايي، د ځانګړو مهاجرتي ویزو د
غوښتونکو ارزونه په څو پړاوونو کې ترسره کېږي. دوی ټینګار کوي چې د ویزو د صادرولو
ځنډول هغه کسان هم په نامعلوم برخلیک کې پرېښي چې په افغانستان یا درېیمو
هېوادونو، په ګډون له قطر څخه، مخکې تایید شوي دي.
د امریکا حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د موقتي خوندي پاتې
کېدو وضعیت هم پای ته رسولی او د بیا مېشتېدو مرستې یې درولې دي.