Search

په مسکو کې د افغانستان او مرکزي اسیا د امنیت په اړه ګډه غونډه کېږي

News image
16 تله 1405 - 10:05 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان ویلي، چې د دغه سازمان او د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ګډه غونډه به د اکټوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په مسکو کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، په دې کنفرانس کې به د مرکزي اسیا او افغانستان اړوند امنیتي مسایل وڅېړل شي او د سیمې پر امنیتي وضعیت به بحث وشي.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د ډله‌ییز امنیت شورا غونډه هم ټاکل شوې چې د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه په مسکو کې ترسره شي.

تمه ده چې په دې غونډه کې د ډله‌ییز امنیت د نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا په موخه یو لړ پرېکړې وشي.