کابلټریبیون (کېټي)— د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، نانا پاټېکر د پنجشنبې په سهار د هند د ګوا ایالت یوه روغتون ته په بېهوښه حالت کې لېږدول شوی و، چې وروسته ډاکټرانو د هغه مړینه تایید کړه.
د هند د سینما دغه نوموتی
اداکار نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر مړ شوی دی.
راپورونه وایي، پاټېکر تر بېهوښه کېدو مخکې د سینې له سخت درد څخه
شکایت کړی و. د هغه زوی، ملهار پاټیکر، ویلي چې له
شکایت وروسته روغتیايي ټیم د نانا پاټېکر کور ته ورغی، خو هغه لادمخه مهال بېهوښه شوی و او روغتون ته ولېږدول شو.
د هندي رسنیو په وینا، ډاکټرانو د سهار شاوخوا پنځه بجې د هغه مړینه
ثبت کړې ده. د مړینې د اصلي لامل د معلومولو لپاره د هغه جسد عدلي طب ته سپارل
شوی، خو لومړني معلومات د زړه د حملې احتمال ښيي.
نانا پاټېکر، چې اصلي نوم یې وشوانات پاټېکر و، د هند او په ځانګړې
توګه د مراټي سینما له مخکښو هنرمندانو څخه ګڼل کېده. نوموړي خپل هنري فعالیت په
۱۹۷۸ کال کې پیل کړ او د «پرنده»، «کرانتي ویر»، «اګني ساکشي»، «خاموشي: د
میوزیکل»، «اب تک چھپن» او «وېلکم» په ګډون یې په ګڼو مشهورو فلمونو کې رولونه
لوبولي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پاټېکر درې ځله د هند د ملي فلم
جایزه ترلاسه کړې وه. نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د هند له لوري د «پدم شري» معتبره
ملکي جایزه هم ترلاسه کړې وه.
د نانا پاټېکر مړینه د هند د سینما لپاره د یوه وتلي هنرمند له لاسه
ورکول بلل کېږي.