کابلټریبیون (کېټي) — د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چاودېدونکي توکي لا هم په افغانستان کې هره ورځ د خلکو ژوند ګواښي او د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګسټ پورې د ثبت شویو قربانیانو ۷۸ سلنه ماشومان وو.
اوچا په اېکس کې ویلي، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو په پلان کې د چاودېدونکو توکو د ګواښ د مخنیوي لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۴.۳ میلیونه ډالر تمویل شوي دي.
د دغه دفتر په وینا، له همدې امله د اړتیا وړ بودجې ۱۰.۲ میلیونه ډالره کسر پاتې دی.
په افغانستان کې د اوچا ویاندې اولګا چرویکو ویلي، داسې سیمې شته چې په لومړي نظر عادي او بېخطره ښکاري، خو د ځمکې لاندې یې داسې توکي موجود کېدای شي چې د خلکو د وژلو او ټپي کولو لامل شي.
اوچا وايي، په افغانستان کې د لسیزو جګړو له امله په ګڼو سیمو کې ماینونه او ناچاودي مهمات پاتې دي چې لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
دغه سازمان د ککړو سیمو د پېژندلو او پاکولو او د ملکي وګړو پر وړاندې د خطر د کمولو لپاره د لا زیاتو مالي مرستو غوښتنه کړې ده.