کابلټریبیون (کېټي) — د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليآبادي نن، چهارشنبه، کابل ته ورسېد. په کابل کې د ایران سفارت ویلي، عليآبادي به د خپل سفر پر مهال د افغانستان له یو شمېر چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
د ایران سفارت زیاته کړې چې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر به په کابل کې د
امام ابوحنیفه (رح) له نړیوال نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.
د نوموړي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په
اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.