Search

افغان بزګران د سرې او کرنیزو توکو له کمښت سره مخ دي

News image
15 تله 1405 - 10:15

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(اف‌اې‌او) وايي، د سرې او سون‌توکو د بیو لوړوالي، د ټرانسپورټ زیات لګښتونو او کرنیزو توکو ته د لاسرسي ستونزو د افغانستان پر بزګرانو فشار زیات کړی او د ژمنیو غنمو د راتلونکي کښت موسم په اړه اندېښنې یې راپارولې دي.

د اف‌اې‌اوپه وینا، هغه کرنیزې کورنۍ چې سرې ته یې د لاسرسي ستونزې لرلې، ډېره احتمال یې درلود چې د کرکېلې ساحه راکمه کړي، د کرنیزو توکو د برابرولو لپاره پور واخلي او د خپلو حاصلاتو د کمېدو تمه ولري.

اف‌اې‌اووايي، د اپرېل او اګسټ ترمنځ د سرې د بیو او کرنیزو توکو ته د لاسرسي وضعیت د اکټوبر او ډسمبر د کښت پر موسم مستقیم اغېز لرلی شي.

داف‌اې‌او د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د یوریا بیه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۹ سلنه لوړه شوې، په داسې حال کې چې د ډای‌امونیم فاسفیټ (DAP) بیه ۱۷ سلنه لوړه شوې ده.

یوریا عموماً د نبات د ودې په وروستیو پړاوونو کې د نایتروجن د سرچینې په توګه کارول کېږي، خو DAP تر ډېره د کښت پر مهال کارول کېږي. د غلو دانې د افغانستان د سرې د ټولې تقاضا شاوخوا ۷۲ سلنه جوړوي او یوازې ژمني غنم د هېواد د سرې د ټول مصرف ۶۱ سلنه برخه کاروي.

د سون‌توکو بیې هم لوړې شوې دي. د FAO په حواله، د جولای په نیمایي کې د ډیزلو بیه ۵.۳ سلنه لوړه شوې او د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه او د تېرو درېیو کلونو د منځني نرخ په پرتله ۱۸ سلنه لوړه پاتې شوې ده.

د ترانسپورټ، وارداتو او بیمې د لګښتونو لوړوالي هم د خوراکي توکو بیې اغېزمنې کړې دي. د غنمو بیه د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه لوړه شوې، په داسې حال کې چې د لوړې او ټیټې بیې اوړه په ترتیب سره اووه او ۱۱ سلنه ګران شوي دي.

د وریجو بیې هم لوړې شوې دي؛ د لوړې بیې وریجې د تېر کال په پرتله ۲۶ سلنه او د ټیټې بیې وریجې ۳۳ سلنه ګرانې شوې دي.

اف‌اې‌او وايي، د څارنې د پخوانیو پړاوونو معلومات ښيي چې د طبیعي افتونو په پرتله د خوراکي توکو بیې له خوراکي ناامنۍ سره پیاوړې اړیکه لري. د کلیوالو کورنیو یوه لویه برخه د سون‌توکو او خوراکي توکو د بیو لوړوالی د خپلو معیشتونو پر وړاندې د مهم فشار په توګه هم یاد کړی دی.

په ورته مهال، د څارویو او کار بازارونه هم له فشار سره مخ دي. د یوه کلن ژوندي ښځینه پسه بیه د تېر کال په پرتله شپږ سلنه او د تېرو درېیو کلونو د منځني نرخ په پرتله درې سلنه ټیټه شوې ده. د کار بازار وضعیت هم د تېر کال او د تېرو درېیو کلونو د منځني وضعیت په پرتله شاوخوا ۱۵ سلنه کمزوری پاتې شوی، چې د کورنیو پر عایداتي فرصتونو د فشار ښکارندويي کوي.

اف‌اې‌او وايي، تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې د «ال نینو» پدیده په افغانستان کې د کرنیزو حاصلاتو لپاره په عمومي ډول ګټوره وي، خو د اوبو ډکېدو او سېلابونو په څېر خطرونه هم شته.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د سرې د بیو دوامدار لوړوالی او کرنیزو توکو ته محدود لاسرسی ښايي د «ال نینو» له احتمالي ګټو څخه د افغان بزګرانو د برخې اخیستنې کچه راټیټه کړي.