Search

ونس: ایران باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو د غني کولو کچه راټیټه کړي

News image
15 تله 1405 - 09:34 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس وايي، ایران باید د خپل اټومي غني کولو په ظرفیت کې «د پام وړ» کموالی راولي، څو د واشنګټن غوښتنې پوره او له ایران سره اووه میاشتنی جګړه پای ته ورسېږي.

ونس له رویټرز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، هر ډول هوکړه باید ایران اړ کړي چې د یورانیمو د غني کولو ظرفیت کم کړي، نه دا چې یوازې په راتلونکي کې د اټومي فعالیتونو د کمولو ژمنه وکړي.

هغه ویلي، که ایران د اټومي وسلې د نه جوړولو په اړه جدي ژمنتیا لري، باید د یورانیمو د غني کولو په ظرفیت کې «د پام وړ» بدلون راولي.

ونس ویلي: «که تاسو اټومي وسله نه غواړئ، نو ولې ۶۰ سلنه غني شوی سون‌توکی ته اړتیا لرئ؟ او که غواړئ د اټومي وسلې د نه جوړولو ژمنتیا وښیئ، نو ډېر غني شوی سون‌توکی مه جوړوئ.»

د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په بهیر کې مهم رول لري. نوموړي د جون په میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موقتي سولې په هوکړه کې هم منځګړیتوب کړی و، خو هغه هوکړه ډېر ژر له منځه ولاړه.

ایران او امریکا په وروستیو اوونیو کې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یو بل ته وړاندیزونه وړاندې کړي دي. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده.

د راپور له مخې، د جګړې دوام د نړۍ د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي او د نومبر د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لپاره هم سیاسي ستونزه رامنځته کړې ده.

ټرمپ د تهران وروستی وړاندیز رد کړی او خبرداری یې ورکړی چې د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته د ایران پر ضد پوځي عملیات لا هم پراخېدای شي.