Search

د بریټانیا محافظه‌کاره ګوند: د افغانانو او فلسطینیانو لپاره د پناه غوښتنې نوې لارې به سمدستي وتړو

News image
15 تله 1405 - 09:54

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د بریټانیا محافظه‌کار ګوند وايي، که په راتلونکو عمومي ټاکنو کې بریالی شي، د کارګر حکومت له لوري د افغانانو او فلسطینیانو لپاره د پناه غوښتنې نوې طرحه به سمدستي لغوه کړي.

د محافظه‌کاره ګوند د کورنیو چارو وزیر کریس فیلپ به د چهارشنبې په ورځ د دغه ګوند په کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال د کارګر حکومت پر کډوالۍ سیاست نیوکه وکړي.

فیلپ وايي، تر هغه چې ناقانونه کډوالي په لوړه کچه روانه وي، حکومت باید د کډوالو لپاره قانوني لارې پراخې نه کړي. هغه به د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود پر هغه پلان هم نیوکه وکړي چې له مخې یې د فلسطینیانو او افغان ښځو او نجونو لپاره د «خوندي لارو» د جوړولو طرحه وړاندې شوې ده.

محمود ویلي چې دغه لارې به له اړمنو کسانو سره د مرستې او د بریتانیا د بشري ملاتړ د دود د دوام لپاره زمینه برابره کړي.

فیلپ به ووایي چې که محافظه‌کار ګوند واک ته ورسېږي، دغه طرحه به «سمدستي» بنده کړي.

هغه به د پناه غوښتونکو، بهرنیو مجرمانو او هغو کسانو د ایستلو لپاره د یوې نوې ځانګړې ادارې د جوړولو پلان هم اعلان کړي چې د ویزې له مودې وروسته په بریتانیا کې پاتې شوي دي.

د فیلپ په وینا، د کورنیو چارو وزارت یوه نوې اداره به د پراخو ایستلو له واکونو څخه په استفادې، د پنځه کلنې پارلماني دورې په ترڅ کې شاوخوا ۷۵۰ زره هغه بهرني وګړي له بریتانیا وباسي چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

هغه ویلي، هر کال به د ۱۵۰ زرو کسانو د ایستلو هدف ټاکل کېږي او هغو کسانو ته به لومړیتوب ورکول کېږي چې د وړو کښتیو له لارې په ناقانونه توګه بریتانیا ته داخلېږي.

فیلپ به د کارګر حکومت د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو د شرایطو پر اصلاحاتو هم نیوکه وکړي. د کورنیو چارو وزیرې محمود تېر کال وړاندیز کړی و چې بهرني وګړي باید د دایمي استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره دوه برابره موده انتظار وکړي.

دغه وړاندیز د کارګر ګوند د ځینو استازو له مخالفت سره مخ شوی، چې استدلال کوي په بریتانیا کې د مېشتو کډوالو لپاره د قوانینو بدلول به ناعادلانه وي.

فیلپ به ووایي چې محافظه‌کار حکومت به د بریتانیا د اتباعو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او محمود به تورنه کړي چې د کارګر ګوند د هغو استازو تر فشار لاندې راغلې چې د کډوالۍ د لا پرانیستو سیاستونو ملاتړ کوي.

د محافظه‌کاره ګوند دغه سیاستوال به د نژادي برابرۍ په اړه د پولیسو پر یوې تګلارې هم نیوکه وکړي او ادعا به وکړي چې دغه تګلاره ښايي د خلکو د قومي شالید له مخې د هغوی د متفاوت چلند لامل شي.

تمه ده فیلپ په خپله وینا کې پر «ریفورم بریتانیا» ګوند هم نیوکه وکړي او د دغه ګوند مشر نایجل فراژ او نور لوړپوړي غړي به په ملنډو واخلي.