کابلټریبیون (کېټي)— د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالب مشرانو په اړه د نیولو د حکمونو په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هغوی د دغې محکمې دریځ نه مني.
مجاهد ویلي، چې طالبان د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو مشران داسې کوم کار نه دی کړی چې د
کومې محکمې له لوري د نیول کېدو یا مجازات مستحق وګرځي.
د طالبانو ویاند ویلي: «موږ د جرمونو نړیوالې په اصطلاح محکمې هغه
موقف غندو چې په هغه کې د افغانستان د مشرانو د نیول کېدو خبره شوې ده.»
مجاهد ټینګار کړی چې طالبان د اسلامي شریعت د احکامو او خپلو محکمو
تابع دي، نه د هغه څه چې د «استخباراتي نهادونه او تش په نوم محکمې» بللي دي.
نوموړي له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د خپل حیثیت د ساتلو لپاره دې له
خپل واک او صلاحیت څخه پورته ادعاوې نه کوي.
د مجاهد دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د
طالبانو د مشرانو په اړه د نیولو حکمونه اعلان کړي دي.
د جرمونو نړیواله محکمه وايي، چې د دې محکمې د لومړنیو قضايي څېړنو
دویمې څانګې د افغانستان د وضعیت په تړاو د طالبانو د څلورو چارواکو د نیولو هغه
حکمونه علني کړي، چې مخکې صادر شوي وو.
دغې محکمې د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، په یوه اعلامیه کې ویلي،
چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده، د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني، د
پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه او د سپټمبر په ۹مه صادر شوي وو.