کابلټریبیون (کېټي) — د افغانستان نوولس کلنو ملي کرکټ لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نوولس کلنو کم عمره لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه عمان ته سفر کوي او له بنګلهدېش او کوربه عمان سره به اووه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
ټاکل شوې افغان لوبډله د اکټوبر په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي او له بنګلهدېش
سره به د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې نېټې پورې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
افغان لوبډله به له دې وروسته د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه نېټه د کوربه
عمان د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې هم دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د دغو سیالیو موخه د ۲۰۲۶ کال د نوولس کلنو کم عمره لوبغاړو د اسیا
جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې چمتووالی بلل شوی دی. ټاکل شوې د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په لومړیو کې په عمان کې
پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د یادو سیالیو لپاره
د نوولس کلنې ملي لوبډلې نوملړ هم اعلان کړی دی.
د اعلان شوي نوملړ له مخې، سهیل خان د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او
ټولټال ۱۵ لوبغاړي په اصلي نوملړ کې شامل دي، په داسې حال کې چې درې نور لوبغاړي د
احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.