کابل ټریبیون (کېټي)— د پېښور سترې محکمې په خیبر پښتونخوا کې د دولتي طبي او غاښونو پوهنځیو د ۸۶ افغان محصلینو د ایستلو بهیر د لنډمهال لپاره درولی او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
پاکستانۍ رسنۍ «ډان» د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د قاضي وقار احمد او قاضي فرح جمشېد په ګډون دوه کسیزې قضايي جرګې د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي سکرتر، د کډوالۍ او پاسپورټونو عمومي رئیس او د پاکستان د طبي او غاښونو شورا ته خبرتیاوې صادرې کړې دي.
محکمې د دغې قضیې راتلونکې اورېدنه د اکټوبر ۱۲مې ته ټاکلې او امر یې کړی چې تر هغې نېټې پورې دې یاد افغان محصلین له پاکستانه ونه ایستل شي.
په حکم کې ویل شوي چې محصلینو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، تر هغه چې د زدهکړو د درولو لپاره کوم بل قانوني یا علمي دلیل موجود نه وي.
دغو افغان محصلینو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د هغه دوه مکتوبونه ننګولي چې د جولای په ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه صادر شوي وو. محصلین ادعا کوي چې په دغو مکتوبونو کې ترې غوښتل شوي چې خپلې زدهکړې ودروي او سمدستي له پاکستانه ووځي.
د محصلینو وکیل وسیمالدین خټک محکمې ته ویلي چې د ده موکلانو د افغان محصلینو لپاره ځانګړو شویو څوکیو له لارې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو طبي او غاښونو پوهنځیو کې د شاملېدو زمینه ترلاسه کړې او له څو کلونو راهیسې خپلې مسلکي زدهکړې کوي.
خټک استدلال کړی چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د افغان محصلینو د شمولیتونو په لغوه کولو سره له خپل قانوني واک څخه اوښتې ده. هغه ویلي چې محصلین په قانوني ډول د تحصیلي ویزو له لارې پاکستان ته تللي او د هغوی د زدهکړو درول د زدهکړې، ژوند او انساني کرامت له اساسي حقونو سره په ټکر کې دي.
د محصلینو وکیل د سپټمبر په ۱۱مه د لاهور سترې محکمې لنډمهاله پرېکړه هم یاده کړې، چې له مخې یې په پنجاب کې د څو افغان طبي محصلینو پر وړاندې د د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د پرېکړې د عملي کېدو مخه نیول شوې وه.
د پېښور سترې محکمې همداراز امر کړی چې دغه نوې قضیه دې د افغان محصلې سیمین نوري له خوا مخکې ثبت شوې له هغې قضیې سره یوځای وڅېړل شي چې د همدې موضوع په اړه ده.
دا پرېکړه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې پېښور سترې محکمې په یوه جلا قضیه کې د ۱۷ افغان ډاکترانو د نیولو او ایستلو مخه هم نیولې وه.