کابلټریبیون (کېټي) — په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښوونکو د هڅو، پوهې او ژمنتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ښوونکي د راتلونکو نسلونو په روزنه کې مهم رول لري.
ملګرو ملتونو په یوه پیغام کې ویلي چې افغان ښوونکي د خپلې «مینې، پوهې او ژمنتیا» له لارې د راتلونکو نسلونو د زدهکړې او پرمختګ لپاره زمینه برابروي.
په دغه پیغام کې هیله څرګنده شوې چې افغان ښځې وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، راتلونکې ښوونکې شي او د نجونو د پوهې او مهارتونو په لوړولو کې ونډه واخلي.
له دوه نیم میلیون ډېرې نجونې له منځنۍ زدهکړې بېبرخې دي
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۸مه د هلکانو لپاره منځني ښوونځي بېرته پرانیستل، خو نجونو ته یې اجازه ورنه کړه چې له شپږم ټولګي پورته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې له دوه نیم میلیون ډېرې نجونې له منځنۍ زدهکړې بېبرخې شوې دي. دغه بندیز له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونې اغېزمنوي چې ډېری یې د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي.
ملګري ملتونه وايي، طالبانو په بېلابېلو وختونو کې د نجونو د بېرته ښوونځیو ته د ستنېدو ژمنې کړې، خو تر اوسه یې د منځنیو ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ نه دي پرانیستې.
د ښځینه دولتي کارکوونکو معاشونه کم شوي
د ښځو پر زدهکړو سربېره، د طالبانو محدودیتونو د ښځینه دولتي کارکوونکو پر معاشونو هم اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د ۲۰۲۴ کال د جون له ۱۳مې څخه د هغو ښځینه دولتي کارکوونکو میاشتنی معاش ۵ زره افغانۍ ټاکل شوی چې د کار پر ځای په کور کې پاتې کېدو ته اړې شوې دي. دا اندازه شاوخوا ۷۰ امریکايي ډالره کېږي.
ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د زدهکړې او کار حقونه بېرته خوندي کړي.