کابلټریبیون (کېټي) — د مسکو فارمټ د اتمې غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي رییس محمدرضا بهرامي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره لیدلي دي.
بهرامي د یکشنبې په ورځ، د ټولنیزې شبکې «ایکس» له لارې ویلي چې له
صادق خان سره یې خبرې «دوستانه او رغنده» وې.
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د دوشنبې په
ورځ، د میزان په ۱۳مه، په مسکو کې جوړه شي.
د غونډې په اجنډا کې د افغانستان د وضعیت ترڅنګ، د طالبانو او پاکستان
ترمنځ روانې ترینګلتیاوې هم شاملې دي.
د روسیې، ایران، هند، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او
ازبکستان ځانګړي استازي او چارواکي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.