کابلټریبیون (کېټي)— د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ لامل کېدای شي. دا څرګندونې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اتمې غونډې له جوړېدو سره هممهاله شوې دي، چې د طالبانو استازي هم پکې ګډون کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې ټول هېوادونه باید
په هغو اقداماتو کې احتیاط وکړي چې د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړ لامل
کېدای شي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې طالبان د امریکا لهخوا د یوې نړیوالې ترهګرې
ډلې په توګه پېژندل کېږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیه د نن دوشنبې په ورځ، د میزان په ۱۳مه، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ
اتمه غونډه جوړوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی هم
په دې غونډه کې ګډون کوي.
ټاکل شوې چې متقي د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر
سرګي لاوروف سره د دوهاړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
د سیمې د هېوادونو ګډون
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روسیې، هند، ایران،
چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان استازي به په دې غونډه کې
ګډون وکړي. د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه بلل شوي دي.
د مسکو په وینا، په دې غونډه کې به له سیمهییزو هېوادونو سره د
افغانستان پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د ترهګرۍ او نشهيي توکو د قاچاق پر
وړاندې د مبارزې لپاره د سیمهییزې همکارۍ پر پراختیا خبرې وشي.
روسیه له طالبانو سره اړیکې پراخوي
روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت
پېژندلی دی. خو مسکو لا هم له طالبانو سره د پانګونې، اقتصادي پروژو او د
افغانستان د بیارغونې په پراخو طرحو کې د ګډون په برخه کې محتاط چلند کوي.
د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه یو سیمهییز ډیپلوماټیک چوکاټ دی چې
روسیه یې د سیمې د یو شمېر هېوادونو په ګډون جوړوي. په دې غونډو کې د افغانستان پر
سیاسي او امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او سیمهییزې
اقتصادي همکارۍ خبرې کېږي.