کابلټریبیون (کېټي)— ټاکل شوې د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د ۱۲۱ کیلومتره اوږد ټرانزیټي سړک پرانیسته وشي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس راپور ورکړی، چې د دغه سړک د جغل اچونې چارې په درېیو کلونو کې بشپړې شوې دي. د سړک پرانیسته د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمې ټرانزیټي لارې د جوړولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
واخان دهلېز د افغانستان په شمال ختیځ کې یوه غرنیزه او تنګه سیمه ده چې د بدخشان ولایت له لارې شاوخوا ۲۶۰ کیلومتره اوږد غځېدلی دی. دغه دهلېز په ختیځ کې د چین له شینجیانګ سیمې سره د افغانستان د نښلېدو یوازینۍ مستقیمه جغرافیایي لار ده.
دغه سیمه په شمال کې له تاجکستان او په جنوب کې له پاکستان سره ګډه پوله لري. واخان دهلېز په ۱۹مه پېړۍ کې د برټانوي او روسي امپراتوریو ترمنځ د حایلې سیمې په توګه رامنځته شو.
افغانستان له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د واخان له لارې له چین سره سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې پراخې کړي او سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي لپاره بدیلې لارې برابرې کړي.
خو د سیمې غرنیز جغرافیایي جوړښت، سخت اقلیمي شرایط، امنیتي اندېښنې او د پولې هاخوا د تګ راتګ لپاره د اړینو ترتیباتو اړتیا هغه ننګونې دي چې د دې لارې د منظمې سوداګریزې استفادې پر وړاندې پرتې دي.
د سړک پرانیسته په خپله د دې معنا نه لري چې د افغانستان او چین ترمنځ به سمدستي منظم سوداګریز تګ راتګ پیل شي؛ د لارې د عملي فعالیت لپاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي تګ راتګ او ګمرکي چارو ترتیبات هم اړین وي.