کابلټریبیون (کېټي)— د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د سلا مشورو اتم پړاو به د اکټوبر پر ۵مه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ وویل، په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.
د هغې په وینا، بلاروس او مصر هم د مېلمنو په توګه غونډې ته بلل شوي دي.
زاخارووا وویل، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي.
د افغانستان د پلاوي مشري به طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي او نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره جلا لیدنه هم ولري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا، په دې دوهاړخیزه لیدنه کې به د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاریو پر روانو موضوعاتو خبرې وشي.
په پراخه کچه د مسکو فارمټ په غونډه کې به د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، او همداراز د ترهګرۍ او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وشي.
زاخارووا زیاته کړه چې تمه ده د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم تصویب شي.