Search

ایراني چارواکی: په خراسان رضوي کې ۱۴۵ زره افغانان د ناقانونه تګ راتګ پر مهال نیول شوي

News image
9 تله 1405 - 12:24 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د ایران د خراسان رضوي ولایت د پولې ساتونکو قوماندان وايي، د روان کال له پیل څخه د تلې تر اوومې پورې د دغه ولایت په پولو کې ۱۴۵ زره او ۵۲۰ افغان وګړي د غیرقانوني راتګ پر مهال نیول شوي دي.

مجید شجاع د چهارشنبې په ورځ د ایراني پولیسو اوونیز خبري غونډې ته وویل، نیول شوي افغانان د افغانستان چارواکو ته سپارل شوي او بېرته دغه هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د هغه په وینا، د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خراسان رضوي په پولو کې کې ۳۹ زره او ۳۱۱ ناقانونه افغان وګړي نیول شوي وو. شجاع وویل، د روان او تېر کال د شمېرو پرتله ښيي چې د ناقانونه تګ راتګ د نیول کېدو کچه شاوخوا ۴.۵ برابره لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې او د کال په وروستیو ورځو کې د نښتو له پای ته رسېدو وروسته هم د افغانستان د اتباعو له لوري ایران ته د ناقانونه ننوتلو هڅې روانې دي.

شجاع وویل، د ناقانونه کډوالو نیول او بېرته ستنول د ایران د پولې ساتنې ادارې ته د پام وړ لګښتونه اړولي دي. د هغه په وینا، ځینې وخت پوله‌ساتونکي د بشري دلایلو له مخې خپله خوراکي برخه هغو کسانو ته ورکوي چې له لوږې او سختو شرایطو سره مخ وي.

هغه له افغان اتباعو وغوښتل چې ایران ته د تګ لپاره له قانوني لارو استفاده وکړي.

شجاع همداراز وویل، د روان کال له پیل څخه تر اوسه د خراسان رضوي په سرحدونو کې شاوخوا ۱.۵ ټنه بېلابېل ډول نشه‌يي توکي نیول شوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د هغه په وینا، په سرحدونو کې ۱۱۰ میله ښکار او پوځي وسلې هم کشف او ضبط شوې دي.

هغه زیاته کړه چې له خراسان رضوي څخه د تېلو او نورو توکو قاچاق د مسافرو د بار او یا له پولې څخه د تېرېدونکو موټرو له لارې ترسره کېږي. د هغه په وینا، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کشف شویو قاچاقي توکو ارزښت ۲۶ سلنه زیات شوی دی.