کابلټریبیون (کېټي)— په هرات ولایت کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویلي چې د اسلامقلعه ګمرک کې د چهارشنبې په ماښام پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۵ د تېلو ټانکرونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.
د پولیسو قوماندانۍ په وینا، په دې
پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی او اور له څو ساعتونو هڅو وروسته مهار
شوی دی.
د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په اورلګېدنه کې درې نور د تېلو
ټانکرونه هم په جزوي ډول زیانمن شوي دي.
تر دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي وو
چې د اسلامقلعه په سرحدي ګمرک کې پراخ اور لګېدلی او د اورلګېدنې سیمې ته نږدې د
ګازو او نفتي موادو سلګونه ټانکرونه ولاړ وو.
په ټولنیزو رسنیو کې په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې
یو شمېر موټرچلوونکي هڅه کوي خپل موټرونه له سیمې څخه وباسي. په ویډیوګانو کې ځینې موټرچلوونکي د رامنځته شوي وضعیت په اړه
اندېښنه او ناخوښي څرګندوي.