Search

پاکستان پر کونړ او هلمند د هوايي بریدونو تایید وکړ

News image
9 تله 1405 - 09:38

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، پاکستاني جنګي الوتکو د پنجشنبې په سهار د کونړ او هلمند ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې د ده په وینا، ۹ ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

مجاهد ویلي، بریدونه د کونړ د شلتن او چوګام ولسوالیو او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ پر استوګنیزو سیمو شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر ادعا، د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د سهار شاوخوا ۳:۳۰ بجې په هوايي برید کې دوه استوګنیز کورونه ویجاړ شوي، څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکو ادعا کړې، چې د شلتن ولسوالۍ د بمبارۍ پر مهال یو استوګنیز کور په نښه شوی، چې له امله یې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه غندلي او «جنایت» او «تېری» یې بللي دي.

پاکستان د بریدونو تایید وکړ

په همدې حال کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد هوايي بریدونه تایید کړي دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، بریدونه د «غضب لِلحق» په نوم د پوځي عملیاتو په دوام او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې په افغانستان کې یې په دوو ځایونو کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو وسله‌والو ډلو اړوند کمپونه او پټنځایونه په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۲۲ «ترهګر» وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویه برخه له منځه وړل شوې ده.

اسلام‌اباد ویلي، د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عملیات به د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره دوام ولري.

د دواړو لورو له خوا د ورکړل شویو تلفاتو او زیانونو شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.