کابلټریبیون (کېټي)— د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په هرات ولایت کې د اسلامقلعه بندر د نفتو او ګازو د تخلیې، بارولو او زېرمه کولو د تاسیساتو د جوړولو طرحه تایید کړې ده.
د دغه معاونیت
د معلوماتو له مخې، د دې طرحې پر بنسټ به خصوصي سکټور په اسلامقلعه بندر کې د
نفتو او ګازو د زېرمه کولو تاسیسات د ۱۰ زره ټنه ظرفیت په لرلو سره جوړ کړي او
اړوندې اسانتیاوې به هم رامنځته کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د
نفتو او ګازو سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او د هغوی د فعالیتونو لګښتونه
به راکم شي.
د دغه معاونیت په وینا، د پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا درې زره
کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.