کابلټریبیون (کېټي)— دافغانستان برېښنا شرکت وايي، له تاجکستان څخه د برېښنا د وارداتو د زیاتولو او د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت سرپرست اجرائیوي رئیس، عبدالحق عمري، له یوه پلاوي سره د تاجکستان د برېښنا شرکت «برق تاجیک» له رئیس محمدعمر آسوزاده سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا د کچې پر زیاتولو، د برېښنا د لېږد شبکو پر پیاوړتیا او پراختیا، د برېښنا د کیفیت او ولتاژ پر ښه والي، تعرفو، د پانګونې پر فرصتونو، تخنیکي زدهکړو او د اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا بحث شوی دی.
د تاجکستان لوري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد د یوې شبکې د جوړولو د پلان په اړه افغان پلاوي ته معلومات ورکړي او افغانستان ته یې د برېښنا د وارداتو د زیاتولو غوښتنې په اړه د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.
دواړو لورو هوکړه کړې چې تخنیکي او سوداګریزې ډلې به خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه به د عملي پایلو لپاره کار وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له تاجکستان سره د همکاریو پراختیا، د برېښنا د تبادلې زیاتوالی او د انرژۍ په برخه کې د ګډو پروژو پلي کېدل کولی شي د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي.