Search

ننګرهار کې د زړې هاوان مرمۍ په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي

News image
8 تله 1405 - 08:33 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د طالبانو تر ادارې لاندې د ننګرهار امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوي سیمه کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، ماشومانو له زړې مرمۍ سره لوبې کولې چې د ټکولو پر مهال پرې چاودنه شوې ده.

د هغه په وینا، په پېښه کې یو ماشوم ټپي شوی چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان  په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو درېیمه لوړه کچه لري. هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي. دا په دې معنا ده چې هره ورځ لږ تر لږه یو کس قرباني کېږي او تر ټولو ډېر احتمال شته چې قرباني یو ماشوم وي. د دغو تلفاتو ۹۰ سلنه د ناچاودو او پرېښودل شوو مهماتو له امله رامنځته کېږي چې په افغانستان کې د څه باندې ۴۰ کلونو جګړو وروسته پاتې دي.

په افغانستان کې له ۱۰۰۰ کیلومتره مربع څخه زیاته ځمکه په چاودېدونکو توکو ککړه بلل شوې ده. دا مساحت له ۱۴۰ زره څخه زیاتو فوټبال لوبغالو سره برابر دی. شاوخوا ۳ میلیونه کسان، نږدې ۹۰۰ ښوونیز مرکزونه او له ۲۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه د چاودېدونکو توکو له ککړو سیمو څخه د یوه کیلومتر په واټن کې موقعیت لري. خو دا شمېرې ښايي تر دې هم لوړې وي، ځکه د افغانستان ګڼې ولسوالۍ لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي سروې شوې.