Search

نیکولا بېلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د شارژدافیر په توګه دنده پیل کړه

News image
7 تله 1405 - 10:12 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— ایټالوي ډیپلوماټ نیکولا بېلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د شارژدافیر په توګه خپله نوې دنده پیل کړې ده. نوموړی د ویرونیکا بوشکوویچ پوهار ځای ناستی شوی، چې د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر راهیسې یې دغه دنده ترسره کوله.

بېلومو په اېکس کې د خپلې نوې دندې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو د استازیتوب لپاره دا دنده «په ډېر ویاړ» پیلوي.

بېلومو ویلي: «زه دا نوې دنده د تل په څېر په هماغه لېوالتیا او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو د استازیتوب په ډېر ویاړ سره پیلوم.»

د اروپايي بهرني اقدام خدمت (EEAS) د جون په میاشت کې د بېلومو د ټاکنې اعلان کړی و او هغه یې په افغانستان کې د راتلونکي سرپرست شارژدافیر په توګه معرفي کړی و. نوموړي تر دې ټاکنې مخکې د دغه سازمان د پان‌افریقايي چارو د څانګې مشري کوله او له دې وړاندې یې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

بېلومو د بوشکوویچ پوهار ځای ناستی شوی، چې یوه سلووینیايي ډیپلوماټه ده. نوموړې د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي د مشرې په توګه ونومول شوه او د همدې کال په سپټمبر کې یې د شارژدافیر په توګه دنده پیل کړه. کابل ته تر راتګ مخکې نوموړې د اروپايي ټولنې په سیاسي او امنیتي کمېټه کې د سلووینیا استازیتوب کاوه.

دا د مشرتابه بدلون په داسې مهال کېږي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې له دې سره سره ډیپلوماټیک حضور ساتي چې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني.

اروپايي ټولنه لا هم د افغانستان له مهمو نړیوالو مرستندویانو څخه ده. په وروستیو اوونیو کې دې ټولنې د اقتصادي انعطاف، راستنېدونکو، کرنې او د اقلیمي بدلون سره د تطابق په برخو کې د پروګرامونو لپاره د نوې مالي مرستې اعلان کړی دی. په دغو مرستو کې له اغا خان بنسټ سره د ۱۰ میلیونه یورو نوښت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له سازمان سره د ۵ میلیونه یورو پروژه شامله ده.