کابلټریبیون (کېټي) — د شانګهای همکاریو سازمان د ملي همغږوونکو شورا لومړنۍ غونډه نن، دوشنبه د تلې پر شپږمه، د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پیل شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا
د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کلونو لپاره د پاکستان د مشرۍ پر مهال د ملي همغږوونکو شورا لومړنۍ
غونډه ده.
د غونډې مشري د پاکستان ملي همغږي کوونکی کوي او د شانګهای همکاریو
سازمان د غړو هېوادونو ملي همغږي کوونکي او د سازمان د دارالانشا استازي پکې ګډون
لري.
د غونډې ګډونوال به د پاکستان د مشرۍ پر مهال د فعالیتونو د پروګرام،
د راتلونکو غونډو او مراسمو د چمتووالي او د سازمان د نورو اجنډاوو ترڅنګ د
همکاریو او همغږۍ پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړي.
پاکستان د شانګهای همکاریو سازمان د مشرۍ لپاره «له لیدلوري تر عمله:
نښلون، نوښت او ګډه سوکالي» شعار ټاکلی او وايي چې د خپلې مشرۍ پر مهال به د سیمهییز
اتصال، نوښت، اقتصادي همکاریو او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا غونډه د پاکستان د مشرۍ د
دورې د تعاملاتو د پیل لپاره مهم ګام دی او د راتلونکو لوړپوړو ناستو لپاره به
زمینه برابره کړي.
ټاکل شوې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو سرمشریزه
د ۲۰۲۷ کال په اګست کې د پاکستان په کوربتوب ترسره شي.
پاکستان مخکې په قرغزستان کې د سازمان په کلنۍ غونډه کې د غړو
هېوادونو د مشرانو د شورا مشري ترلاسه کړې وه. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د
خپلې مشرۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا، انرژۍ، د بېوزلۍ کمولو او
د ناورینونو مدیریت په برخو کې د لومړیتوبونو یوه طرحه هم وړاندې کړې وه.