کابلټریبیون (کېټي)— د یونان د پلازمېنې اتنس په یوه سیاحتي سیمه کې د استوګنې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ له نړېدو وروسته شپږ کسان مړه شوي دي.
د یونان د اطفائیې ادارې ویلي، چې د پېښې تر شا یوه چاودنه وه او د
اتنس ښاروال ویلي، احتمال شته چې چاودنه د ګاز
له زېربنا سره تړاو ولري.
امریکايي چارواکو ویلي، په وژل شویو کسانو کې څلور امریکايي وګړي هم
شامل دي.
د یونان د اطفائیې ادارې ویاند واسیلیس واتراکوجیانیس ویلي، ژغورونکو
د درنو وسایلو، ژغورونکو سپیو، کمرې او حساسو وسایلو په مرسته د شپږو کسانو جسدونه
د ودانۍ له خاورو او خځلو موندلي دي.
د ژغورنې ډلې د یوه سپینږیري جوړې او څلورو سیلانیانو په لټه کې وې.
چارواکي وايي، سپینږیري په یوه اپارتمان او څلور سیلانیان په بل اپارتمان کې
اوسېدل.
د پولیسو یوې سرچینې ویلي، څلور وژل شوي سیلانیان دوه امریکايي جوړې
وې چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ د ماسپښین په درې بجو له اتن هوايي ډګر څخه په
الوتکه کې سفر وکړي، خو هوايي ډګر ته حاضر شوي نه وو.
د اطفائیې ادارې د جرمونو د څېړنې څانګې هم د پېښې په ځای کې پلټنې
پیل کړې دي، څو د چاودنې اصلي لامل معلوم کړي. چارواکي وايي، تر چاودنې مخکې په
سیمه کې د ګاز د بوی د احساسېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
په یونان کې د امریکا سفیرې کمبرلي ګیلفویل د څلورو امریکايي وګړو د
وژل کېدو له امله خواشیني څرګنده کړې ده.
چاودنې د اتنس په پلاکا سیمه کې ودانۍ نړولې او نږدې
کورونو، دوکانونو او موټرو ته یې هم زیان رسولی دی. د ودانۍ خځلې او ماتې ښیښې تر
شاوخوا درې واټونو پورې خپرې شوې دي.
پلاکا د اتنس د مهمو سیاحتي ځایونو، په ځانګړي ډول
اکروپولیس او د زیوس معبد، ته نږدې پرته ده.
د ژغورنې ډلې د شنبې تر ورځې د پېښې په سیمه کې د لټون او پلټنې
عملیاتو ته دوام ورکړی و، په داسې حال کې چې چارواکو د قربانیانو د هویت د تثبیت
لپاره د هغوی جسدونه روغتون ته لېږدولي دي.