کابلټریبیون (کېټي)— د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو پر هغو ځوانانو ډزې کړې دي چې له کرکټ لوبې وروسته خپلو کورونو ته روان وو.
په دغه پېښه کې، لږ تر
لږه درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د راپورنو له مخې، دغه
پېښه د شنبې په ماښام د عبدالخېل په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمېر
ځوانان په شاه حسنخېل کې د کرکټ له لوبې وروسته په یوه رکشه کې خپلو کورونو ته
ستنېدل.
د پولیسو په وینا، د رکشې سپرلیو هم د برید په غبرګون کې پر وسلهوالو
ډزې وکړې، خو د بریدګرو د مرګژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او د بریدګرو د نیولو
هڅې روانې دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.