کابل ټریبیون (کېټي)— بلومبرګ د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولوډیمیر زیلنسکي غوښتي چې مسکو ته سفر وکړي او له روسي ولسمشر ولاډیمیر پوټین سره وګوري.
د راپور له مخې، ټرمپ دغه وړاندیز د سپټمبر پر ۲۲مه په نیویارک کې د
ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په څنډه کې له زیلنسکي سره د لیدنې پر مهال
مطرح کړی دی.
بلومبرګ ویلي، امریکا هڅه کوي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې
خبرې بېرته پیل شي او په همدې لړ کې ټرمپ د زیلنسکي او پوټین ترمنځ د مستقیمې لیدنې وړاندیز کړی دی.
د راپور له مخې، زیلنسکي دغه وړاندیز رد کړی او د اوکرایني ولسمشر له
دریځونو د باخبره کسانو په وینا، د ټرمپ د دې موضوع بیا مطرح کولو نوموړی خپه کړی
دی.
کرملین تر دې وړاندې ویلي چې د پوتین او زیلنسکي هر ډول مستقیمه لیدنه
باید په مسکو کې ترسره شي. تر اوسه د دې دریځ د بدلون کومه نښه نه ده څرګنده شوې.
زیلنسکي وروسته د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې مسکو ته د
احتمالي سفر په اړه په طنزیه ډول وویل: «له توغندي سره»، او خپله نارضایتي یې هم
څرګنده کړه.
په همدې حال کې، امریکا د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو د بریدونو د
درولو په موخه د اوربند د رامنځته کولو ترڅنګ، د مسکو او کییف ترمنځ د مستقیمو
خبرو لپاره د زمینه برابرولو هڅې هم کوي.
زیلنسکي ویلي چې د ټرمپ او پوټین په ګډون درېاړخیزو خبرو ته چمتو دی، خو د هغه اساسي شرط دا دی چې
روسیه دې د اوکراین پر انرژۍ سیستم او نورو حیاتي بنسټونو بریدونه ودروي.