Search

وال‌سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران اووه ورځني اوربند وړاندیز رد کړ

News image
4 تله 1405 - 09:57 خالد حمیدزوی

کابل ټریبیون (کې‌ټي)— وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اووه ورځني اوربند وړاندیز رد کړی دی.

د راپور له مخې، ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې تمه لري د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران هوايي بریدونه بیا پیل شي.

وال‌سټریټ ژورنال ویلي، د ایران په وړاندیز کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د اټومي خبرو د بیا پیل غوښتنه شامله وه.

د راپور له مخې، ایران په بدل کې له امریکا غوښتي چې د دغه هېواد پر بندرونو سمندري محاصره پای ته ورسوي او اقتصادي فشارونه کم کړي.

وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې د ایران وړاندیز د واشنګټن له لوري ونه منل شو.

د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اټومي خبرو د بیا پیل لپاره هڅې روانې دي، خو د هرمز تنګي د وضعیت او پر ایران د امریکا د فشارونو په اړه اختلافونه لا هم پر ځای دي.