Search

نږدې ۸۰ هېوادونو د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو غوښتنه وکړه

News image
3 تله 1405 - 09:09 خالد حمیدزوی

کابل ټریبیون (کابل‌ټریبیون) — نږدې ۸۰ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د هرمز تنګي د سمدستي او بشپړ پرانیستلو غوښتنه کړې او په سیمه کې یې د ایران د حکومت او د هغه د متحدو حوثیانو اقدامات غندلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف بن راشد الزیاني دغه ګډه اعلامیه د پنجشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې ولوستله. د خلیج عربي هېوادونه او د لویدیځ یو شمېر لوی قدرتونه د دې اعلامیې له ملاتړو څخه دي..

په اعلامیه کې ویل شوي چې «په هرمز تنګي کې د ایران د حکومت اقدامات لا هم نړیوال امنیت او د بېړۍ چلونې حقونه او ازادۍ ګواښي.»

لاسلیک کوونکو هېوادونو د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي، امن او بې‌خنډه تګ راتګ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دوی همداراز په یمن کې د حوثیانو له لوري د جګړو د بیا پیل پرېکړه، پر سعودي عربستان دوامدار بریدونه او په سره سمندرګي کې «بې‌پروا» بریدونه په کلکه غندلي دي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د باب‌المندب تنګي پر لور د حوثیانو پرمختګ به د نړیوالې بېړۍ چلونې، سمندري امنیت او نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې خطرونه زیات کړي.

حوثیان د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ډله بلل کېږي، خو ایران د سیمې په اړه د شویو ګڼو تورونو په تړاو خپل دریځونه لري.