Search

د پاکستان د ولسمشر ویاند: د طالبانو ډرونونه پاکستان نه شي وېرولای

News image
2 تله 1405 - 10:42 خالد حمیدزوی

کابل ټریبیون  (کې‌ټي)— د پاکستان د ولسمشرۍ ویاند مرتضی سولنګي د طالبانو له لوري د ډرونونو کارول غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات پاکستان نه شي وېرولای او نه یې هم له خپلو دریځونو او هڅو اړولی شي.

سولنګي په یوه بیان کې د طالبانو ډرونونه «الوتونکي لوبتکي» بللي او ټینګار یې کړی چې باید د سرحدي «ماجراجویۍ» او «بې‌پروا پارونکو اقداماتو» په اړه له هر ډول غلط اټکل څخه ډډه وشي، ځکه د ده په وینا، دا ډول اقدامات به له غبرګون پرته پاتې نه شي.

هغه ویلي، که طالبان فکر کوي چې د نړیوالو پولو له کرښو د څو «الوتونکو لوبتکو» لېږل کولی شي پاکستان ووېروي، نو په تېروتنه کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مهاجر فراهی د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتی معین د طالبانو له لوري پر پاکستان د ډرونونو بریدونه رد کړي دي.

سولنګي زیاته کړې چې پاکستان به د فشار له لارې خپل دریځ بدل نه کړي او نه به له خپلو ډیپلوماټیکو هڅو څخه واړول شي.

د پاکستان د ولسمشرۍ ویاند همداراز پر طالبانو تور لګولی چې د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له زده‌کړو، کار او اساسي ازادیو محرومې کړې او د مذهبي او قومي لږکیو پر وړاندې یې محدودیتونه دوام لري.

نوموړي ادعا کړې چې طالبان د خپلو کورنیو ستونزو او د دوحې د هوکړې د ژمنو د نه پلي کېدو د موضوع د پټولو لپاره د پاکستان پر وړاندې له مذهبي او ملتپالو شعارونو کار اخلي.

سولنګي ویلي، له پاکستان سره تقابل به د طالبانو ستونزې حل نه کړي، بلکې د ده په وینا، وضعیت به لا پېچلی او د طالبانو نړیواله انزوا به زیاته کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې که طالبان د پولې هاخوا خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي، ښايي له لا سختو سیاسي پایلو سره مخ شي.