کابل ټریبیون (کېټي)— د اذربایجان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یالچین رفییف وايي، افغانستان د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا له لارې د سیمې د نښلونې پر مهم مرکز د بدلېدو وړتیا لري.
رفییف دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په
څنډه کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان
د تماس ډلې په غونډه کې کړې دي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې رفییف په
دغه غونډه کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې له هڅو هم
ملاتړ څرګند کړی دی.