کابلټریبیون (کېټي) — د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې د پولیو واکسین له یوې ډلې سره دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي.
د نوشکي ښار د پولیسو تاڼې په وینا، په پېښه کې یاسر احمد او عبدالروف
وژل شوي دي. پولیس وايي، بریدګرو د دواړو پولیسو وسلې هم له ځان سره وړې دي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، چې له اوږدې مودې راهیسې له امنیتي
ستونزو سره مخ دي، د پولیو واکسین پر کارکوونکو او د هغوی پر ساتونکو د بریدونو
پېښې مخکې هم شوې دي. د روان کال په مې میاشت کې د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ
کې په جلا پېښو کې د پولیو واکسین له ډلو څخه د ساتنې پر مهال دوه پولیس هم وژل
شوي وو.
دا پېښه داسې مهال شوې چې په ټول پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین د
سپټمبر له ۲۱مې پیل شوی او د همدې میاشتې تر ۲۷مې دوام کوي. د پاکستان د پولیو د
له منځه وړلو پروګرام له مخې، په دې کمپاین کې شاوخوا ۳۱ میلیونه ماشومانو ته د
پولیو واکسین څاڅکي ورکول کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سپټمبر په ۱۰مه په اسلاماباد کې د
ګېټس بنسټ له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي وو چې هېواد یې د پولیو د بشپړ له
منځه وړلو لپاره ژمن دی.