کابلټریبیون (کېټي)— د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د احتمالي لیدنې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته په نړیوالو بازارونو کې د خامو نفتو بیې راټیټې شوې دي.
د امریکایي رسنیو راپورونو له مخې، ټرمپ او پزشکیان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۱مه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي.
ټرمپ له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «ښایي له پزشکیان سره
ووینم.»
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ټرمپ نن، سېشنبه، د ملګرو ملتونو عمومي
اسامبلۍ ته وینا وکړي، په داسې حال کې چې پزشکیان به سبا، چهارشنبه، خپلې وینا ته
وړاندې کړي.
د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د احتمالي لیدنې راپورونه داسې مهال خپرېږي
چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام او نورو اختلافاتو پر سر اړیکې لا هم
ترینګلې دي.
د نفتو په بازارونو کې د بیو راټیټېدل ښايي د پانګهوالو له لوري د
احتمالي ډیپلوماټیک پرمختګ او د سیمې د کړکېچ د کمېدو د تمې له امله وي.