کابلټریبیون (کېټي)— د خیبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې د دوه افسرانو په ګډون شپږ پوځیان وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو راپورونو له مخې، په دغه نښته کې اته وسلهوال هم وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې
د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نښته هغه مهال رامنځته شوه
چې د امنیتي ځواکونو له یوه کاروان سره وسلهوال مخامخ شول.
د دغې ادارې په وینا، په
دې نښته کې ۲۳ کلن کپټان ابوزر فاروق، د ګوجرانوالې اوسېدونکی،
او ۲۲ کلن لیفټننټ شیراز بابر، د چکوال اوسېدونکی، له خپلو څلورو سرتېرو سره وژل
شوي دي.
پوځ ویلي، دواړو افسرانو د خپلو سرتېرو مشري له لومړۍ کرښې کوله.
بلخوا، د پاکستان پوځ ویلي چې په
نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند
اته وسلهوال وژلي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې له نښتې
وروسته په سیمه کې د نورو وسلهوالو د موندلو او له منځه وړلو لپاره د پاکولو
عملیات روان دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د «عزم استحکام» په نوم د ترهګرۍ ضد عملیات به
د هېواد د امنیت لپاره دوام ولري.