کابلټریبیون (کېټي)— د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو پخوانی لوبډلمشر راشد خان وايي، کرکټ بورډ مخکې له دې چې هغه د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ لرې کړي، له ده سره په دې اړه خبرې نه وې کړې.
راشد خان په یوه مرکه کې له «کریکانفو» سره ویلي چې هغه د لوبډلمشرۍ
د بدلون په اړه هغه مهال خبر شو چې کرکټ بورډ خپله پرېکړه اعلان کړه.
هغه ویلي: «زه هم نه پوهېږم چې په هغه وخت کې په حقیقت کې څه پېښ شول.
زه هغه مهال د لوبډلمشرۍ د بدلون په اړه خبر شوم چې بورډ یې اعلان وکړ.»
افغانستان د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام له ګروپي پړاو څخه ونه وت،
چې له دې وروسته راشد خان د لوبډلمشرۍ له دندې لرې او د پیلیز توپوهونکي ابراهیم
ځدراڼ پر ځای وټاکل شو.
راشد خان د افغانستان لپاره په ۴۸ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې
لوبډلمشري کړې، چې په ترڅ کې یې افغانستان ۲۶ لوبې ګټلې او ۲۲ یې بایللې دي.
افغانستان د هغه د لوبډلمشرۍ پر مهال د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام
نیمه پایلوبې ته هم رسېدلی و او ویسټ انډیز ته یې ماتې ورکړې وه.
راشد خان وايي، د لوبډلمشرۍ له بدلون وروسته یې اوس پر خپلې لوبې او د
افغانستان لپاره پر بریاوو تمرکز کړی دی.
هغه وویل: «که لوبډلمشر یم او که نه، ویاړم چې د افغانستان استازیتوب
کوم او هڅه کوم خپلې وړتیاوې او مهارتونه د افغانستان لپاره وکاروم. هغه څه چې زما
په واک کې دي، دا دي چې د افغانستان لپاره ښه ولوبېږم او د لوبډلې په بریا کې
مرسته وکړم.»
د ابراهیم ځدراڼ په مشرۍ د افغانستان وروستۍ درې لوبیزه شل اوریزه لړۍ
له هند سره ترسره شوه چې افغانستان ټولې درې لوبې وبایللې.
راشد خان په دغو درېیو لوبو کې څلور ویکټې واخیستې، خو ۱۱۳ منډې یې
ورکړې او د منډو د ورکړې کچه یې په هر اور کې ۹.۸۲ وه.