Search

طالبانو په کوهاټ کې پر جومات برید وغانده

News image
28 وږی 1405 - 09:55 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې پر یوه جومات د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او دا ډول بریدونه یې د سپېڅلو ځایونو پر وړاندې «د نه توجیه کېدو او غندنې وړ عمل» بللي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د وږي په ۲۸مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کوهاټ د پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

د دغه وزارت اعلامیه وروسته له هغې خپره شوې چې د کوهاټ ښار د پخواني پولیس لاینز سیمې ته څېرمه د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د پاکستان د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د جومات پر لور ورغلی و او وروسته یې چاودنه کړې ده.

پولیس وايي، د چاودنې له امله د جومات ودانۍ ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی او د برید د څرنګوالي او د عاملینو د پېژندلو په اړه د پاکستاني چارواکو څېړنې روانې دي.