کابلټریبیون (کېټي)— د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره لیدلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د
قطر او افغانستان پر دوهاړخیزو اړیکو او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په اړه
خبرې شوې دي.
وزارت د دې لیدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د قطر دغه لوړپوړی چارواکی تېره ورځ کابل ته رسېدلی و. هممهاله د
ترکیې د استخباراتو رییس هم کابل ته سفر کړی دی.
تر اوسه د دواړو چارواکو د سفرونو د اجنډا او له طالب چارواکو سره د
نورو لیدنو په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.