کابلټریبیون (کېټي)— د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وایي، د وروستیو پېښو له امله د مکې تړون د عملي کولو وخت رارسېدلی او پاکستان د دغه تړون له مخې خپلو ژمنو ته ژمن دی.
خواجه آصف د
چهارشنبې په ورځ د جیو نیوز له یوې ټلوېزیوني خپرونې سره په مرکه کې وویل، پاکستان
د مکې تړون پابند دی او که اړتیا وي، خپله دنده به ترسره کړي.
د پاکستان دفاع
وزیر څرګندونې وروسته له هغې شوې چې سعودي عربستان اعلان وکړ، هوايي دفاعي ځواکونو
یې د مکې مکرمې په جنوب کې د حوثیانو یوه بېپیلوټه الوتکه شنډه او ویجاړه کړې ده.
د سعودي په مشرۍ د یمن د پوځي ائتلاف د یوه ویاند په وینا، دغه ډرون د
سېشنبې په ماښام له دې مخکې ویشتل شوی چې د مکې مکرمې ممنوعه هوايي حریم ته ننوځي. د نوموړي په وینا، دا د حوثیانو له لوري د
مکې د هدف ګرځولو دویمه هڅه وه.
خو حوثي چارواکو د مکې د هدف ګرځولو ادعا رد کړې
ده. د دغې ډلې ویاند یحیی سریع ویلي، د دوی عملیات د سعودي د تېلو تاسیسات او پوځي
اډې په نښه کوي او له سپېڅلو ځایونو څخه لرې دي.
بلخوا، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ د سعودي
عربستان د دفاع په برخه کې د اسلاماباد بشپړ ملاتړ بیا څرګند کړ او ویې ویل چې
پاکستان د سعودي ترڅنګ «اوږه پر اوږه» ولاړ دی.
شریف د مکې مکرمې پر وړاندې د ډرون د برید هڅه وغندله او له ټولو
ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې له اعظمي زغم څخه کار واخلي او د لا زیاتې ترینګلتیا مخه
ونیسي.
هغه وویل، سیمه لا له وړاندې د جګړو له امله له پراخو ستونزو سره مخ
ده او د سولې لپاره خبرې اترې او ډیپلوماسي تر ټولو دوامداره لار ده.
خواجه آصف همداراز وویل چې د مکې تړون د درېیو هېوادونو د ځمکنۍ
بشپړتیا یا جغرافیایي پولو د سرغړونې په صورت کې د متقابلې دفاع زمینه برابروي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دغه تړون د پلي کېدو په اړه «هیڅ ډول ابهام»
نشته، خو زیاته یې کړه چې پاکستان به د خپلې دفاعي او پوځي ستراتیژۍ جزئیات په
عامه توګه نه شریکوي.