Search

محمد شریف‌الله په امریکا کې په ۲۰ کاله بند محکوم شو

News image
26 وږی 1405 - 10:17

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— محمد شریف‌الله، هغه افغان وګړی چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د کابل پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د برید په تړاو تورن شوی و، په امریکا کې په ۲۰ کاله بند محکوم شو.

شریف‌الله د روان کال په اپرېل میاشت کې د امریکا د فدرالي محکمې د یوه پلاوي له لوري د «داعش – خراسان» ډلې ته د مادي ملاتړ د برابرولو په جرم مجرم وپېژندل شو.

د راپورونو له مخې، نوموړي له «اېف‌بي‌آی» سره په مرکه کې اعتراف کړی چې د شاوخوا یوې لسیزې په اوږدو کې یې له داعش – خراسان سره د ګڼو بریدونو په طرحه او چمتو کولو کې مرسته کړې ده.

خو فدرالي هیأت منصفه ونه توانېدله چې دا موضوع په متفقه توګه ثابته کړي چې ایا د شریف‌الله ورکړی ملاتړ په مستقیم ډول د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل پر هوايي ډګر په برید کې رول درلود که نه.

په دغه برید کې د راپورونو له مخې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.