Search

سعودي عربستان: مکې ته نږدې د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره شوې

News image
25 وږی 1405 - 11:15 خالد حمیدزوی

کابل ټرییبون (کی‌ټي) — سعودي عربستان وايي، هوايي دفاعي ځواکونو یې د مکې مکرمې په جنوب کې د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې شنډه کړې چې د دغه ښار ممنوعه هوايي حریم ته ننوځي.

د سعودي په مشرۍ په یمن کې د پوځي ائتلاف ویاند ترکی المالکي د چهارشنبې په ورځ ویلي، ډرون د سه‌شنبې ماښام شنډ شوی دی.

د المالکي په وینا، دا له ۲۰۱۷ کال وروسته مکې ته د حوثیانو د برید دویمه هڅه ده. هغه د مکې امنیت د سعودي عربستان لپاره «سره کرښه» بللی دی.

خو د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي محمد الفراح د مکې د هدف ګرځولو ادعا رد کړې او د حوثیانو تر کنټرول لاندې صبا خبري اژانس ته یې ویلي چې دا ادعا «ښکاره دروغ» ده.

حوثیانو په تېره یوه اوونۍ کې پر سعودي عربستان د څو بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده. دوی د دوشنبې په ورځ پر یوې سعودي هوايي اډې د برید مسؤلیت هم منلی او ویلي یې دي چې دا برید یې پر یمن د سعودي هوايي بریدونو په غبرګون کې کړی دی. د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي چې په دغه برید کې ۱۳ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې سعودي عربستان د جمعې ورځې د یوه جلا برید پړه پر یوې ایران‌پلوې وسله‌والې ډلې اچولې چې مرکز یې په عراق کې دی. د سعودي چارواکو په وینا، دغه برید د ختیځ-لویدیځ تېلو پایپ‌لاین فعالیت ګډوډ کړی دی.