کابل ټریبیون (کیټي) — په اوزبېکستان کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال بخرومجان الویف سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د
سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، کلتوري او بشري برخو کې د همکاریو د پراختیا پر لارو
چارو خبرې وشوې.
د پاکستان سفیر په جلا څرګندونو کې ویلي چې د سیمهییز اتصال د
پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د اوزبېکستان –افغانستان–پاکستان د رېل پټلۍ پروژې، په اړه هم خبرې شوې دي.
دواړو لورو د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د
۲ میلیارډ ډالرو هدف ته د رسېدو پر ژمنې ټینګار کړی دی. پاکستان او اوزبېکستان مخکې هوکړه کړې چې دغه هدف تر ۲۰۲۹
کال پورې ترلاسه کړي.
د اوزبېکستان –افغانستان–پاکستان رېل پټلۍ پروژه د افغانستان له لارې د منځنۍ
اسیا او جنوبي اسیا د نښلولو لپاره طرحه شوې ده او د درې واړو هېوادونو اړوندو
ادارو په ۲۰۲۵ کال کې د دې پروژې د امکانسنجۍ په اړه تړون لاسلیک کړی و.