کابلټریبیون (کېټي)— د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې ویلي، د حوثیانو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو له شنډولو وروسته په مکه، جده او طایف ښارونو کې هوايي خبرداری پای ته رسېدلی او وضعیت بېرته عادي شوی دی.
د سعودي ملکي دفاع ادارې د سهشنبې په ورځ، د وږي په ۲۴مه، وویل چې په دغو ښارونو کې نور امنیتي ګواښ نشته.
د سعودي عربستان د ملي چټک خبرداري ادارې هم د توغندیو او بېپیلوټه
الوتکو له شنډولو وروسته د
دغو ښارونو اوسېدونکو ته پیغامونه واستول او د هوايي خبرداري د پای ته رسېدو او د
خوندیتوب د اقداماتو د لغوه کېدو خبر یې ورکړ.
په همدې مهال، د سعودي عربستان کابینې، چې مشري یې د دغه هېواد ولیعهد
او لومړي وزیر محمد بن سلمان کوي، په جده کې د خپلې غونډې پر مهال د حوثیانو
توغندیز او بېپیلوټه بریدونه په کلکه وغندل.
کابینې وویل چې د سعودي عربستان ملي امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د
اقتصادي سرچینو ساتنه د معاملې وړ نه ده. ریاض همداراز ویلي چې د ملګرو ملتونو د
منشور له مخې د مشروع دفاع او د «دښمنانه اقداماتو» پر وړاندې د ځواب ورکولو حق د
ځان لپاره خوندي بولي.
هوايي خبرداری وروسته له هغې صادر شوی و چې د حوثیانو له لوري توغندي
وتوغول شول او بېپیلوټه الوتکې ولیدل شوې. د سعودي هوايي دفاعي سیستمونو د دغو
توغندیو او الوتکو د شنډولو خبر
ورکړی دی.