کابلټریبیون (کېټي)— د پاکستان د سند ایالت سترې محکمې د دغه هېواد له پوهنتونونو څخه د افغان زدهکړیالانو د ایستلو په اړه د پاکستان طبي او غاښونو شورا فرمان د محکمې تر راتلونکې ناستې پورې ځنډولی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د محکمې بله ناسته به د روانې
سپټمبر میاشتې په ۲۹مه ترسره شي.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې درېیو افغان زدهکړیالانو د پاکستان
طبي او غاښونو شورا د یاد
فرمان پر وړاندې د سند سترې محکمې ته عریضه وړاندې کړه.
دغه درې افغان زدهکړیالان د علامه اقبال بورسونو له لارې د پاکستان د
ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو په برخه کې زدهکړې کوي او د زدهکړو لپاره معتبرې
ویزې هم لري.
د زدهکړیالانو په غوښتنه کې ویل شوي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا د فرمان له امله د دوی زدهکړې له خنډ سره مخ کېدای شي.
د سند محکمې د پرېکړې له مخې، د افغان زدهکړیالانو د ایستلو په اړه د
طبي شورا د فرمان پلي کېدل به لږ تر لږه د راتلونکې ناستې تر ترسره کېدو پورې
وځنډول شي.
تر دې وړاندې د لاهور سترې محکمې هم ورته
پرېکړه اعلان کړې وه او له پنجاب ایالت څخه یې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو
مخنیوی کړی وو.